د امریکې د فلوریدا ایالت مشر رون ډیسانټیس د جنورۍ په ۲۱مې ويلي، چې هغه به د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته و نه دريږي او له مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه به ملاتړ وکړي.
رون ډیسانټیس په همدې ورځ پر ټولنیزې رسنيو ويلي، چې هغه د امريکې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا چانس نه لري او د جمهوریت غوښتونکي ګوند پلويان غواړي ډونالډ ټرمپ ته يو ځل بیا د ولسمشرۍ فرصت ورکړي.
سي اېن اېن د جنورۍ په ۲۱مې د یوې سروې نتیجه خپره کړې، چې له مخې يې، اټکل کېږي، د جمهوریت غوښتونکي ګوند په دوهمې خپلمنځې ټاکنې کې به د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ اندازه 50 سلنې ته ورسېږي.