سي جي ټي اېن د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه ځانګړې خپرونه خپره کړې
CMG2024/01/22 14:15:51
شريکول:

سي جي ټي اېن پدې وروستيو ورځو کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په اړه يوه ځانګړې خپرونه خپره کړې چې د دغه هېواد په جنوب ختيځ د فو جيان ولایت د مرکز فو جو ښار د اصلاحاتو او ورخلاصون د تجربو په اړه معلومات پکې ورکړل شوي دي.

اصلاحات او ورخلاصون د عصري چين د سرنوشت د ټاکلو کليدي ګام بلل کېږي. فو جيان ولایت په دغه هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون په چارو کې له نومونو څخه شمېرل کېږي. 

د چین دولت رئیس شي جين پينګ په ۱۹۹۳م کال کې د فو جيان ولایت د مرکز فو جو ښار د ګوندي کمېټې د رياست دنده پر غاړه درلوده.

فو جو ښار هغه مهال د شي جين پينګ په لارښوونې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ ۲۰ کلن ستراتيژيک پلان  جوړ کړ او د ښار د ۳ کلن، ۸ کلن او ۲۰ کلن پرمختګ موخې يې پکې وټاکلې او په ټوله کې يې د دغه ښار د ابادۍ ستراتېژي چې ”۳۸۲۰“ نومول شوې، برابره کړې وه.

د ياد شل کلن پلان په رڼا کې، په ۲۰۱۰م کال کې د فو جو ښار د پرمختګ سویه د اسیا د منځنۍ درجه لرونکي پرمختللو هېوادونو يا سیمو سویې ته پوره شوه او په ۲۰۲۲م کال کې يې د سمندري تولیداتو عمومي ارزښت له ۳۳۰ میلیارډو یوانو څخه واوښت او د څو مسلسو کلونو لپاره یې په هېواد کې لومړی مقام خپل کړ.

اوسني وضعیت ته په کتو، چيني ملت د شي جين پينګ له”۳۸۲۰ “ ستراتيژیکې پروژې څخه ډېر ښه الهام او پيغام اخیستلی شي.