شي جين پينګ په یون نان ولایت کې د غره ښويېدنې د پېښې په اړه مهمې لارښوونې کړي
CMG2024/01/23 11:36:09
شريکول:

د چین د یون نان ولایت د شاو تونګ ښار د لیانګ شوی کلي کې د جنورۍ په ۲۲مې نېټې غر ښويېدلی، چې له امله یې ۱۸ کورونه ړنګ شوي او ۴۷ کسان تر خاورو لاندې شوي دي.

د چين دولت رئیس شي جين پينګ دغې پېښې ته جدي پاملرنه کوي او اړوندو ادارو ته يې مهمې لارښوونې کړي، چې تر خاورو لاندې د بندو کسانو د را ایستلو لپاره تر وسې کوښښونه وکړي، د مړو شويو کسانو د کورنیو غړو سره دې همدردي وکړي او د سيمې ځپل شوي وګړي دې خوندي ځایونو ته وليږدوي.

نوموړي ويلي، د چين د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې هوا سړه ده او طبیعي پېښې او د تولید پېښې کله کله پېښیږي، اړوند ارګانونه باید د ملکي وګړیو د سر او مال د خوندیتوب لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.

په ورته وخت کې، د چین صدراعظم لي چیانګ هم د یادې پېښې په اړه اړوندو ادارو ته امر کړی، چې تر خاورو لاندې د بندو کسانو د ژغورلو لپاره پوره کوښښونه وکړي.