چین: د نړیوالې اقتصادي سمسورتیا لپاره به ډېر زيات خدمتونه وکړو
CMG2024/01/23 14:07:25
شريکول:

د چين په ګڼو سیمو کې د یخ او واورې د سیلانۍ څپې راپورته شوي دي. سويس د ۲۰۲۴م کال د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه کې، چې تېره اوونۍ تر سره شوه، چيني سيلانيانو ته بلنه ورکړې، چې د دغه هېواد د يخ او واورو سيلانيزو ځایونو څخه لېدنه وکړي.

د سویس د سيلانیزې ادارې مسئولینو ويلي، له چین څخه به زده کړي او زیات چیني سیلانیان به راجلب کړي او د یخ او واورې اقتصادي سرچینې به سره شریکې کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۲مې نېټې خبري رسنیو ته ویلي، چې د چین سیلانۍ اکاډمۍ په دې وروستيو کې راپور ورکړی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو وروسته د یخ او واورې دویم موسم، یعنې له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۴م کال پورې به د چين د سيلانيانو شمېر په لومړي ځل له ۴۰۰ ميليونو څخه زيات شي او د سيلانۍ عوايد به يې ۵۵۰ ميليارډو يوانو ته ورسيږي.

نوموړي ويلي، ژمنۍ سيلاني د چين سيلانۍ نړيوال بازار ته خوځنده ځواک ورکړی او هم يې د چين د اقتصاد قوت را برسېره کړی دی.