د نړيوال اقتصادي فورم رئیس کلاوس سچواب د ۲۰۲۴م کال د اقتصادي فورم کلنۍ غونډې په څنډې کې له سي جي ټي اېن سره په مرکه کې ويلي، چې نړيوال باید د ګډو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د باور فضا برابره کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې څوځلې پر نړۍ د باور مهم اهميت ياد کړی او ويلي يې دي، چې د اقتصاد، جيوپوليتيکس، ساينس او ټکنالوژۍ د بدلونونو پر وړاندې انسانان باید خپلمنځي باور بيا ټينګ او پر راتلونکي باید د باور اعتماد پيدا کړي.
نوموړي د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۱۷م کال غونډې ته د چين د دولت رئیس شي جین پینګ وينا ته هم ته اشاره کړې او د هغه وينا يې د چين د مسئوليت منونکې رويې ښکارندويي بللې او هيله يې ښودلې، چې چين د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د متقابل باور پر اساس زیات ګډ نظرونه راټول او نړيوال مديريت اصلاح کړي او د روښانه راتلونکي په لور يې وګرځوي.