چین د ترهګرۍ ضد قانوني سيسټم او عملونو سپين کتاب خپور کړ
CMG2024/01/23 11:31:42
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د ترهګرۍ ضد د قانوني سيسټم او عملونو په اړه سپين کتاب خپور کړ.

دغه کتاب له سريزې او پای خبرو پرته پر پنځو برخو ويشل شوی دی.

په دغه کتاب کې ويل شوي، چې په چين کې د ترهګرۍ ضد قانوني سيسټم بشپړ شوی، د ترهګريزو کړنو او قضيو د تائیدېدو پروسه رڼه ده او مجرمينو ته د سزا ورکولو بهير هم له قانون سره سمون لري او په دې برخه کې د اړوندو ارګانونو واک معياري استعماليږي او د ترهګرۍ ضد کارونو کې له قانون سره سم بشري حقونه تضمين او د خلکو او هېواد امنيت ساتل شوی دی.

په دغه کتاب کې ترهګري د انساني ټولنې ګډ دښمن او پر وړاندې يې مبارزه د نړيوالې ټولنې ګډ مسؤليت بلل شوی دی. چين د ترهګرۍ ضد قانوني ادارې ته په درنه سترګه ګوري او په پر له پسې توګه يې په دغې برخې کې خپلې تجربې راټولې کړې دي.

ياد کتاب وايي، چين به له نورو هېوادونو سره يو ځای د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د مفکورې تر لارښوونې لاندې له ترهګرۍ سره په مبارزې کې فعال ګډون وکړي، د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ به تجربې تبادلې او په دغې برخې کې به همکارۍ پراخې کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې چارې به روانې وساتي.