وانګ ون بین: چین له ایران او پاکستان سره نږدې اړيکې او نظر تبادلې لري
CMG2024/01/23 10:38:48
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۲مې نېټې له ایران او پاکستان سره د اړیکو په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې چين له دواړو هېوادونو سره نږدې اړيکې او نظر تبادلې لري.

وانګ ون بين ايران او پاکستان د چين ښه ګاونډيان او دوستان بللي او په خبره يې، چين د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي او د ايران او پاکستان ملاتړ کوي، چې د خبرو اترو او مشورو له لارې خپلمنځي اختلافات حل کړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې چين به د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره د دوی په غوښتنې مثبت او رغنده رول ولوبوي.