د ”۳۸۲۰“ ستراتېژۍ الهام: خلک محوره مفکوره د دې ستراتېژۍ په ټول بهير کې عملي شوې
CMG2024/01/23 17:34:24
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ په ۱۹۹۳م کال کې د فو جيان ولایت د مرکز فو جو ښار د ګوندي کمېټې د رياست دنده پر غاړه درلوده. فو جو ښار هغه مهال د شي جين پينګ په لارښوونې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ ۲۰ کلن ستراتيژيک پلان  جوړ کړ او د ښار د ۳ کلن، ۸ کلن او ۲۰ کلن پرمختګ موخې يې پکې وټاکلې او په ټوله کې يې د دغه ښار د ابادۍ ستراتېژي چې ”۳۸۲۰“ نومول شوې، برابره کړې وه او د عملي کېدو په ټول بهير کې يې خلک محوره مفکوره څرګنده شوې ده.

د فو جو ښار اوسېدونکی جنګ هه جيان او کورنۍ يې د شلمې پېړۍ د نهمې لسیزې په لومړيو کې د مين جيانګ سيند پر غاړه په يوې کوچنۍ بېړۍ کې اوسېده. شي جين پينګ د ۱۹۹۱م کال په مارچ کې د سيمې د وضعيت د څېړنې پرمهال د جنګ هه جيان د استوګنې وضعيت له نږدې وليد او وروسته يې سمدستي غونډه راوبلله چې د ځايي اوسېدونکو د استوګنې ستونزه هواره کړي.

جنګ هه جيان وايي، ځايي حکومت يې ستونزه يوازې په لسو مياشتو کې هواره کړې او د حکومت د هڅو په نتيجه کې ۱۰۴ هغې کورنۍ چې د جنګ هه جيان په شان په کوچنيو بېړيو کې اوسېدې، يوه کلي ته کډه شوې او ورته کورونه برابر شوي دي.  د دغو ۱۰۴ کورنيو د ژوند بدلون د فو جو ولایت د خلکو پر ژوند د ۳۸۲۰ ستراتېژۍ مثبتې اغېزې انعکاسوي.

د فو جو ښار څانګ شيا استوګنیزه سیمه پخوا ډېره بېوزله او چاپيريال يې ډېر خراب و. د ۲۰۰۰ م کال د جولای په دوهمې د فو جيان ولایت د وخت والي شي جين پينګ د ځايي حکومتي چارواکو په مشرۍ له دغې استوګنیزې سيمې څخه لېدنه وکړه او د دې سيمې د کورونو بیارغولو پروژه يې پيل کړه. يو کال وروسته د دې سيمې ۳۴۰۰ کورنۍ خپلو نويو کورونو ته بېرته انتقال شوي دي.

د نهمې لسیزې په لومړيو کې فو جو ښار د صنعت او د خلکو ژوند د ککړو اوبو د ايستنې له امله ډېر زيانمن شوی و او د سیندونو اوبه يې ډېرې ککړې او چټلې وې او ځايي اوسېدونکو ورته ډېر شکایتونه درلودل. شي جين پينګ د اړوند وضعيت له څېړلو وروسته ځايي حکومتي چارواکو ته هدايت وکړ، چې اقتصادي پرمختګ باید د چاپيريال په بيه ونه مومي. په ۱۹۹۵م کال کې د فو جو ښاروالي يوازې يو مليارډ يوانه مالي بودجه درلوده، خو بیا هم پرېکړه يې وکړه چې په شپږو کلونو کې په ۳۰۰ ميليونو يوانو د سيندونو د اوبو کيفيت اصلاح کړي. اوس په فو جو ښار کې تر ۱۵۰۰ زيات پارکونه  جوړ شوي او د ښارونو ٪ ۴۳ ځمکې يې زرغونې شوې دي.

”۳۸۲۰“ ستراتېژي پر خلک مصورې مفکورې ټينګار لري او د فو جو اوسېدونکو ته يې رښتينې ګټې رسولې دي. په ۱۹۹۲م کال کې د دغه ښار په اړوندو ښاري سيمو او علاقه داريو کې د هر کس په سر کلني عايدات يوازې ۲۲۷۳ يوانه وو، خو په ۲۰۲۳م کال کې دغه شمېر ۵۸ زره او ۹ يوانو ته زیات شوی او په اړوندو کليوالو سيمو کې يې د هر تن په سر عايدات هم له ۱۱۰۹ يوانو څخه ۲۸۶۳۶ يوانو ته لوړ شوي او په هر ځای کې يې د دغه ښار حياتي ځواک او د ځايي اوسېدونکو هوساينه څرګندېږي.