د چين ساينسي او تخنيکي نوښت نه يوازې ځان ته ګټې بلکې نورو هېوادونو ته د همکارۍ فرصت برابرولی شي
CMG2024/01/23 09:43:05
شريکول:

څه موده د مخه د چين د مرکزي حکومت د اقتصادي چارو کاري غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه او په غونډه کې د سانسي او تخنيکي نوښت له لارې د عصري صنعتي سيستم ابادول د ۲۰۲۴ کال د چين اقتصاد له نهو مهمو دندو څخه يوه ګڼل کیږي. د ځينو شنونکو په اند ساينسي او تخنيکي نوښت د چين د باکيفيته اقتصادي پرمختګ نوی انجن دی چې له دې کبله به چين دواملرونکي پرمختګ ومومي. په دې اړه د چين د سي جي ټي اين خبريالې د افغانستان د کندهار پوهنتون له پخواني استاد باچاخان انصامل سره مرکه کړې ده. هغه زمونږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې داسې ويلي چې چين د تکنالوژۍ او ساينس په برخه کې بې ساري پرمختګونه کړي او د نړۍ د هېوادونو په سر کې ځای لري.د چين ساينسي او تخنيکي نوښت نه يوازې ځان ته ګټې بلکې هم نورو هېوادونو ته د همکارۍ فرصتونه برابرولی شي.

د ده په اند له اوږدې مودې راهيسې چين د تکنالوژۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري په تېره بيا په تېرو دېرشو کلونو کې يې د فضایي، الکترونيکي او کمپیوتري ساينس په برخه کې ډېر مهارت خپل کړی دی. هغه وويل چې چين نه يوازې د فضايي ساينس په برخه کې پوره مهارت تر لاسه کړي د بېلګې په توګه د شن جو ۵، ۶ ،۷ نمبر انسان وړونکې بېړۍ فضا ته توغولې او د معلوماتي تکنالوژۍ او الکترونکي ساينس په برخه کې يې د شو ګوانګ او ګالکسي سريز په شان سوپر کمپيوترونه جوړ کړي، د دې ترڅنګ چين د لمريزې انرژۍ او باد په وسيله برېښناکوټونه جوړ کړي اوګټې ترې اخلي.سربېره پردې چين د تيز سرعت ريل پټلۍ، بې پيلوټه الوتکو، مخکې لاندې اوبتلونو، لويو کښتيو، برقي موټرو او ۵ جي انټرنيټي تخنيک په برخه کې هم پرمختګونه او ترقي کړې او د نړۍ لومړی درجه هېواد هم ګرځېدلی دی.

دا حقيقت دی چې ساينسي او تخنيکي نوښت د چين د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ لامل شوی دی.د چين د احصائيې ادارې د تازه شمېرنې له مخې د تېر کال په نومبر کې د عصري تخنيک په اړه د لويو توليدي چارو عايدات د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۵ اعشاريه ۱ زيات شوي او د صنعتي روبوټونو او برقي موټرو تولیدي اندازه په جلا جلا توګه په سلو کې ۹.۲۷ سلنه او ۱۱۲ سلنه زياتوالی ښودلی دی. په ورته وخت کې د تېر کال په لومړيو يوولسو میاشتو کې د عصري تخنيک په اړه توليدي چارو کې اړونده پانګونه هم په سلو کې ۲۲ اعشاريه ۲ زيات شوې ده. له دې څخه ښکاري چې د ساينسي او تخنيکي نوښت په رڼا کې د چین اقتصاد  ثابت او باکيفيته پرمختګ موندلی دی. ښاغلي انصامل داسې ويلي، لکه څنګه چې يادونه وشوه چې چين د ساينس او تخنيک په برخه کې په کافي اندازه مهارت خپل کړی او په دې برخه کې بې ساري او د توجه وړ لاسته راوړنې لري، نو چين کولی شي چې له عصري تکنالوژۍ څخه په استفادې سره ځان ته د اقتصادي ګټې د راوړلو ترڅنګ هم د نورو هېوادونو د تکنالوژۍ په برخه کې پراخه پانګه واچوي او ور سره همکاريز فرصتونه هم برابر کړي. اوس افغانستان د بیارغونې په حال کې دی. نو فکر کوم چې دا د چين دولتي او ملکي تصديو لپاره يو غوره فرصت دی چې د دې هېواد د تکنالوژۍ او انرژۍ په برخه کې لکه لمريز او بادي انرژۍ، اوبو او داسې نورو برخو کې پانګونه وکړي او د خپلو تجربو پر بنسټ  د افغانستان د برېښنايي کمښت په شمول د ډېرو ستونزو د له منځه وړلو لپاره را سره مرستې او همکارۍ وکړي. همدا شان چيني پوهنتونونه هم کولی شي چې افغان محصلينو ته د زده کړې فرصتونه برابر کړي  تر څو هغوی د چين د پرمختللي تخنيک او تکنالوژۍ په باب علمي معلومات تر لاسه کړي او خپلمنځي پېژندګلوي او دوستي لاټينګه  کړي.

ښاغلي انصامل د مرکې په پای کې زياته کړې چې چين د تکنالوژۍ او تخنيک د صادراتو هېواد بلل کیږي او په ساينسي، تخنيکی او ښوونيزې همکارۍ کې خپل مهم رول لوبوي.نو ځکه که چين له نورو هېوادونو سره ساينسي او تخنيکي همکارۍ پياوړې کړي همدا به د نړۍ د تخنيکي پرمختګ سبب هم شي.