چین د اوکراین کړکېچ له ښکيلو خواوو څخه د خبرو اترو غوښتنه وکړه
CMG2024/01/23 10:47:46
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون د جنورۍ په ۲۲مې نېټې د اوکراین مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوې غونډې کې د کړکېچ له ښکیلو خواوو څخه غوښتي، چې یو له بل سره مستقیم تماس ونیسي او ګام په ګام دې خبرې اترې بیا پیل کړي.

ښاغلي جانګ جون ویلي، په کړکېچ او جګړه کې هېڅوک بری نه شي خپلولی او جنګي میدان ته د وسلو لېږد د سولې د عملي کېدو لپاره هېڅ ارزښت نه لري او په خبره يې، مونږ به په هيڅ وجې له ډيپلوماتیکو کوښښونو څخه لاس وا نه خلو.

نوموړي ويلي، د اوکراین کړکېچ ښکیلې خواوې باید مستقیم تماس وساتي او د خپلمنځي خبرو اترو د بیا پیل لپاره دې زمېنه برابره او د اوربند لپاره دې اجماع وکړي.

جانګ جون پر نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم غږ کړی، چې د اوکراين کړکېچ د ښکېلو خواوو د خبرو اترو لپاره دې اغېزمن چاپېريال برابر کړي او نورې خواوې باید بې مسؤليته او بې ځايه خبرو څخه ډډه وکړي.