اسرائيل او حماس د اوربند په دوه اړخيزو خبرو اترو کې پرمختګ کړی
CMG2024/01/23 11:30:41
شريکول:

د اسرائيل کان راډيو خبر ورکړی، چې اسرائيل او حماس د اوربند په خبرو اترو کې پرمختګ موندلی دی.

خبر وايي، حماس په خپل دريځ کې بدلون راوستلی، چې په دې سره يادو خبرو کې هم پرمختګ شوی دی.

کان راډيو د اسرائيل د امنيتي ادارې د يوه چارواکي په قول ويلي، چې اسرائيلي لوري حماس ته نوې لايحه وړاندې کړې، چې له مخې به يې حماس له اسرائيلي عسکرو پرته نور بنديان خوشي کړي او دغه کړنه به يې اوږد مهاله اوربند ته لاره هواره کړي او اسرائيلي ځواکونه به يې په مقابل کې د غزې له څو سیمو څخه ووځي او د اسرائيل په زندانونو کې د امنیت د خرابوالي په تور نيول شوي فلسطيني وګړي به خوشي کړي.

خبر وايي، چې اسرائيل په همدې ورځ د يادې لايحې په اړه د حماس غبرګون ته په تمه دی، خو څرنګه چې اسرائيلي ځواکونه اوس د غزې په جنوب خان يونس ښار کې په پوځي عملياتو بوخت دي، نو د حماس غبرګون ښايي وځنډيږي.