په شينجيانګ کې د ۷.۱ درجې په سختوالي زلزله شوې
CMG2024/01/23 14:44:10
شريکول:

د چين ځمکپېژنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د سهار وختي په ۲ بجو او ۹ دقېقو د چين د شينجيانګ په اقسو کې ۷.۱ درجې زلزله شوې او ژوروالی یې تر ځمکې لاندې ۲۲ کيلومتره ښودل شوی دی.

له زلزلې ځپلو سیمو او وګړیو سره د مرستې په اړه د چین د دولتي شورا د قوماندنۍ دفتر او د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د درېيمې کچې غبرګون اعلان کړی او د پېښې ځای ته يې کاري ګروپونه ليږلي دي.

د چين د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې کمېټې دفتر او بېړنیو پېښو ته د غبرګون ادارې د شينجیانګ یادې زلزله ځپلې سیمې ته زر خیمې، ۵ زره پمبه يې جامې او ۵ زره بسترې رسولي او اړوند ادارې او ژغورونکې ډلې په اقسو سیمې کې د زيانونو د مخنيوي په پار چټک کارونه ترسره کوي.