د ايران خبري رسنيو د جنورۍ په ۲۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د هېواد د دفاع وزير محمد رضا اشتياني او د ځمکني پوځ عمومي قوماندان موسوي په همدې ورځ د بې پيلوټه الوتکو د سپارلو په مراسمو کې ګډون کړی او څو ډوله نوې بې پيلوټه الوتکې يې پوځ ته په واک کې ورکړي، چې د دغه هېواد په څو سيمو کې به يې ځای پر ځای کړي.
خبر وايي، په يادو الوتکو کې ځینې د څار او ځينې يې الکترونيکي جنګي دندې تر سره کولی شي او ځيني نورې یې بيا پر هدفونو د بريد وړتيا لري.
دغه الوتکې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۷۰۰ کيلو مترو پورې مزل کولی شي.