امریکايي ځواکونو په عراق کې پر تاسیساتو بریدونه کړي
CMG2024/01/24 10:55:15
شريکول:

د امريکا مرکزي قوماندانۍ د جنورۍ په ۲۳مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په عراق کې پر ۳ تاسيساتو بريدونه کړي دي.

د عراق د امنيتي ادارې يوې سرچېنې ویلي، چې امریکايي ځواکونو په همدې شپه پر یوه پوځي ښوونځي هوايي بريدونه کړي دي.

د عراق د ميليشاوو يوې ډلې تر کنټرول لاندې رسنۍ خبر ورکړی، چې د امریکا اېف-۱۶ جنګي الوتکو په همدې شپه د بغداد جنوب لوېديځ ته ۶۰ کيلومترۍ کې د يوې علاقه دارۍ پر شاوخوا سيمو او د دغه هېواد په لوېديځ کې يې د الأنبار ولایت پر يوې علاقه دارۍ هوايي بريدونه کړي دي.