شي جين پينګ د بېجينګ جياو تونګ پوهنتون کې د کينيا محصلينو ته ځوابي پيغام ولیږه
CMG2024/01/24 10:55:57
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د بېجينګ جياو تونګ پوهنتون کې د کينيا محصلينو او د پخوانيو محصلينو استازو ته ځوابي پيغام لیږلی او هغوی يې هڅولي، چې د چين او کينيا او د چين او افريقا ترمنځ د دوستانه چارو د پرمخبیولو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي.

شي جين پينګ هيله ښودلې، چې په چين کې کينايي او افريقايي محصلين مسلکي زده کړې او پوهې ترلاسه کړي، د دواړو خواوو دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي او په خپملنځي همکاريو کې يې ګډون فعال ولري، د چين او افريقا د دوستۍ کېسې نړيوالو ته وروپېژني او د دواړو خواوو د برخلیک د لوړې کچې ټولنې د جوړولو په بهير کې لا زيات خدمتونه وکړي.

نوموړي په پيغام کې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړاندیز ته هم اشاره کړې او په خبره يې، دغې لارې د چين او کينيا د پرمختګ او بيا سمسورتيا هيلې په واقعيت بدلې کړې او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټې رسولې دي.

په دې وروستيو کې، د بېجينګ د جياو تونګ پوهنتون کې کينيايي محصلينو او د پخوانيو محصلينو استازيو رئيس شي جين پينګ ته لیک ليږلی و او خوښي يې پکې ښودلې، چې د اورګاډي د چلولو او د ادارې او منجمنټ کې د زده کړو لپاره چين ته راغلي او هيله يې پکې ښودلې، چې د کينيا او چين ترمنځ به د دوستۍ پل رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همکاريو د پياوړتيا او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره به خدمتونه وکړي.