د چين ګمرکاتو ادارې په ۲۰۲۳م کال کې ۵۱ هېوادونو او سیمو ته اجازه ورکړې، چې ۱۴۶ ډوله خوراکي توکي دغه هېواد ته صادر کړي
CMG2024/01/24 10:34:24
شريکول:

د چين د ګمرکاتو د چارو غونډه د جنورۍ په ۲۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې تر سره شوه.

په غونډې کې ويل شوي، چې د چين ګمرکاتو ادارې په تېر ۲۰۲۳م کال کې په ثابت ډول د وارداتي توليداتو د پلټنې کارونه ترسره کړي او ۵۱ هېوادونو او سيمو ته يې اجازه ورکړې، چې کولی شي، ۱۴۶ ډوله کرنيز خواړه يې چين ته صادر کړي.

د چين د ګمرکاتو ادارې تېر کال د چين او منځنۍ اسيا د لومړۍ سرمشريزې او د کمربند او لارې د نړيوالې همکارۍ د درېیم لوړ پوړي فورم په ګډون ۲۲ ډيپلوماتيکو فعاليتونو او غونډو کې برخه اخيستې او ۸۹ لاسته راوړنې يې د دولتي مشرانو په مهمو ډيپلوماتیکو لاسته راوړنو کې شاملې شوې دي او د دې ترڅنګ يې د کمربند او لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د کرنيزو توکو ۱۵۶ همکاريز سندونه هم لاسليک کړي دي.

د چين او منځنۍ اسیا ګمرکي ادارو تېر کال د کمربند او لارې د خوړو د خونديتوب همکاريز سمينار تر سره کړ، د ګمرکي ادارو د مشرانو ترمنځ  يې د لېدنو ميکانيزم جوړ شوی او لومړی ملاقات يې هم تر سره شوی دی.

تېر کال د کندهار انار د چین د ګمرکاتو ادارې تر منظورۍ وروسته چين ته داخل او د دغه هېواد د وارداتو په شپږم نړيوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول.