سي جي ټي اېن په ناورو کې د دواړو هېوادونو د اړوندو ادارو په منظورۍ د جنورۍ په ۲۴ مې نېټې د خبريالانو مرکز پرانيستلی دی.
دا په بهرنيو هېوادونو کې د سي جي ټي اېن د خبريالانو ۱۹۲ م مرکز دی.
سي جي ټي اېن د چين دولتي رسنۍ ده او په داسې مهال يې ياد مرکز پرانېستلی، چې چين او ناورو په همدې ورځ د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا ټينګېدو ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړې ده.
د ناورو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر لاونير اجميا څه مودا وړاندې له سي جي ټي اېن سره په مرکې کې د يو چين پېژندې اصل منل او له تايوان سره يې د اړيکو پرېکون سمې پرېکړې بللي او ويلي يې دي، چې دغه پرېکړې يې حکومت له پاخو مشورو وروسته کړي او باور یې ښودلی، چې ناورو ته به د پرمختګ نوي فرصتونه برابر کړي.