چين: د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره به له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاريو ته دوام ورکړي
CMG2024/01/24 10:30:32
شريکول:

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د ترهګرۍ ضد قانوني سيسټم او عملونو سپين کتاب خپور کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ يوې نوبتي خبري ناستې کې ويلي، چې بېجينګ به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره همکاريو ته دوام ورکړي، د ترهګرۍ ضد نړيوالې ادارې کې به فعال ګډون ولري، د مساواتو او متقابل درناوي پر بنسټ به تجربې تبادله کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې چارو ته به پرمختګ ورکړي او نړيواله او سيمه ييزه سوله او ثبات به وساتي.

وانګ ون بين ويلي، چين د ترهګرۍ له امله زيانمن شوی او له اوږدې مودې راهيسې له ترهګريزو ګواښونو سره مخ دی او زياته کړې يې ده، چې چين په وروستيو څو کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تجربې راټولې کړي، د نورو هېوادونو له ګټورو تجربو څخه يې زده کړې کړي، ګام په ګام يې د خپلو مشخصاتو له مخې د ترهګرۍ ضد قانوني ادارې لارې چارې پيدا کړي او د هېواد، عامو چارو او د خلکو سر او مال يې خوندي ساتلي او د نړيوال او سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره يې خدمتونه کړي دي.