چین د ایران او پاکستان د اړیکو د ښه والي هرکلی وکړ
CMG2024/01/24 10:10:59
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۳مې نېټې رسنیو ته ویلي، چې هېواد يې د ایران او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پرمختګ هرکلی کوي.

د ایران او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو په دې وروستیو کې په یوې ګډې اعلامیې کې ويلي، چې د دواړو هېوادونو سفیران به د روانې میاشتې په ۲۶ مې نېټې بېرته خپلې دندې پیل کړي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امير حسين عبداللهيان به د جنورۍ په ۲۹ نېټې د خپل پاکستاني سیال په بلنې اسلام اباد ته سفر وکړي.

وانګ ون بين ويلي، چين د ايران او پاکستان د اړيکو د ښه والي په برخه کې د پرمختګ هرکلی او د دوستانه سلامشورو له لارې د دوی متقابل باور له پياوړتيا او د همکارۍ له ژورتيا څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زياته کړې، چين به له ايران او پاکستان سره د متقابلو ګټورو همکاريو د لا پياوړتيا او د سيمه ييزې سولې، ثبات او پرمختګ د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.