د هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو بنسټ د خلکو ترمنځ تګ راتګ او دوستي ده
CMG2024/01/24 09:02:57
شريکول:

د هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو بنسټ د خلکو ترمنځ دوستي ده، خو د خلکو ترمنځ د دوستۍ کليدي برخه د دوی د زړونو وصل دی.د خلکو ترمنځ دوستي د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ کلتوري بنسټ هم ده. له لسو کلونو راهيسې چین په ښوونيزه او کلتوري برخه کې د کمربند او لارې په  اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره پراخې همکارۍ کړې او په پر له پسې توګه د خلکو ترمنځ تګ راتګ زيات  شوی، چې د هېوادونو ترمنځ دوستي لا ټينګه شي.

په دې اړه د چین د سي جي ټي اېن خبريالې د غزني پوهنتون استاد او  د همدې پوهنتون د کيميا څانګي پخواني امر او د پکتيکا پوهنتون پخواني رئیس پوهنمل دریا خان هڅاندسره مرکه کړې، چې په وروستیو کې یې د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ټینګېدو د ۶۹ کاليزې په پار د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د تبادلې په غونډه کې ګډون کړی دی.

هغه په مرکه کې وویل، چې د چين د  ښوونې وضعيت خورا عالي، معياري او نړيوال دی،که دواړه هېوادونه د ښوونې او کلتور په برخه کې خپلمنځي تګ راتګ او همکاري پياوړې کړي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي به لا ټينګه او اړیکې به يې نورې هم قوي شي.

ښاغلي دریاخان، چې اوس د چين د تيان جین پوهنتون دوکتورا محصل دی، په تېرو څو کلونو کې يې د چین په تيان جین ښار کې ژوند او زده کړه کړې  او د چین د ښوونيز حالت په  اړه ډېر معلومات لري . هغه وویل، چې چين د لوړو زده کړو په ټولو برخو کې واحد کاريکولم او  مقررات لري. دا چې زه خپله په چین کې د دوکتورا زده کړې کوم او ما خپله ماستري هم د چین په تيان جین پوهنتون کې تر سره کړې، نو د چین له ښوونيز او تعليمي سيستم څخه برخمن  شوی یم او د چین د لوړو زده کړو حالت خورا عالي او نړيوال بولم.

 خو په افغانستان کې په تېرو څو لسيزو کې جنګونه  وو او د ښوونې په برخه کې یې ډېرې ستونزې درلودې، د بېلګې  په توګه زیاتره ښوونځي معياري ټولګي، مسلکي ښوونکي او اړین تدريسي مواد نه لري. که څه هم د افغانستان اوسنی کاريکولم له نړيوال معیار سره سمون لري ، خو په عملي برخه کې  ستونزې لاهم ډېرې  دي او د ښوونې په برخه کې زياتو پرمختګونو او د زده کړو معیاري چاپيريال برابرولو ته اړتیا لري. نو ځکه په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لازمه ده.

رښتيا ده، چې له اوږدې مودې راهیسې، چین د ښوونې په برخه کې له افغانستان سره ژورې او پراخه همکاري کړې ده. دا د پاملرنې وړ خبره ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې د چین په مرستې سره د کابل پوهنتون تعليمي ودانۍ او لوی تالار جوړ شو. دا د ښوونې په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دوستانه همکارۍ ښکاندويي کوي. بل دا چې اوس څو زره افغان محصلين په چین کې زده کړې کوي، چې دا هم د چين او افغانستان ترمنځ د همکارۍ او تګ راتګ یوه ښه بېلګه ده. د دې همکارۍ د یادونې په ترڅ کې ښاغلي  دریاخان  وویل، چې چين هېواد کولی شي د افغانستان ځوانانو خصوصاً د پوهنتون استادانو او زدکړيالانو ته د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس په برخه کې ډېر تحصیلي بورسونه ور کړي، تر څو د ځوانانو علمي ظرفيت لوړ شي او په راتلونکې کې د چين او افغانستان ترمنځ د یوه علمي پل په توګه کار وکړي. په ورته وخت کې که چين د افغان ښوونځیو لپاره د تعمیرونو دجوړولو، معیاري تدریسي موادو د برابرولو، لکه د لابراتوارونو او کمپيوتري لېبونو په برخه کې له افغانستان سره مرستې او همکارۍ وکړي،  دا به لا هم دوه اړخيزې اړيکې  پراخه او ټینګې کړای شي.

د مرکې په پای کې ښاغلي  دریا خان هيله  وکړه، چې د چين او افغانستان ترمنځ اړیکو ته په کتو سره يو داسې کاري ټيم جوړ شي، چې پکې نه یوازې د افغانستان د پوهنتونونو، بلکې د چين د پوهنتونونو استادان هم غړيتوب ولري، ترڅو دوه اړخيزې همکارۍ تر سره او دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې او تلپاتې شي. پخوا دواړو خواوو د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو او همدارنګه د کلتوري متقابلو زده کړو په اهميت ټينګار وکړ. اوس مونږ بايد پر دې بنسټ په بیلا بېلو برخو کې همکارۍ او تګ راتګ زيات کړو تر څو دوه اړخيزې اړيکې نورې هم قوي شي.