شي جین پینګ د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزیویف سره وکتل
CMG2024/01/24 21:11:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۲۴مې نېټې په ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرزیویف سره چې له چین څخه رسمي لیدنه کوي، خبرې اترې وکړې. د دواړو هېوادونو مشرانو اعلان وکړ چې چين او ازبکستان به په نوې زمانه کې د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړیکې ټینګې کړي او دپیل له لا لوړې نقطې څخه به د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته وده ورکړي.