د ترکيې پارلمان د جنورۍ په ۲۳مې نېټې په ناټو کې د سويډن د شاملېدو په باب بحث کړی او منظوري يې ورکړې ده.
د ترکيې پارلمان کې اکثريت لرونکي يا د عدالت او پرمختګ ګوند، جمهوري غوښتونکي ولسي ګوند او ملت پاله غورځنګ ګوند په ناټو کې د سویډن د شاملېدو لایحه تصویب کړې او ملاتړ يې ورڅخه کړی دی.
سويډن او فينلينډ د ۲۰۲۲ کال په مې کې په ناټو کې د شاملېدو غوښتنليکونه وړاندې کړي وو.
د ناټو سازمان د مقرراتو له مخې، هر هغه هېواد چې غواړي، د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړي، بايد د ناټو ټول غړي هېوادونو ورسره موافقه ولري.
فينلينډ د ۲۰۲۳م کال په اپرېل کې په رسمي توګه په ناټو کې شامل شوی دی.