د عربي متحده اماراتو ولسمشر محمد بن زايد النهيان د جنورۍ په ۲۴مې نېټې په ابوظبۍ کې د بحرین له پاچا شيخ حمد بن عيسی الخليفه سره کتلي دي.
دواړو مشرانو په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا خبرې کړي او په خليج سيمې کې يې د همکاريو د لا پراختيا پر اهميت ټينګار کړی دی.
دوی د منځني ختيځ د حالاتو په اړه هم غږيدلي او هوډ يې ښودلی، چې په سيمې کې به د هراړخيزې او عادلانه سولې د رامنځته کولو لپاره کوښښونه وکړي او ثبات، پرمختګ او سمسورتيا به يې تضمين کړي.
(ژباړه: شکريه)