حوثي وسله والو پر امریکايي پوځي او سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي
CMG2024/01/25 14:11:05
شريکول:

د یمن د حوثي وسله والو ډلې ویاند العمید یحیی سریع د جنورۍ په ۲۴مې نېټې رسنيو ته په يوې استول شوې خبرپاڼې کې ويلي، چې وسله والو يې په همدې ورځ ادن خليج او مانداب تنګي ته څېرمه سیمې کې پر امریکايي پوځي او سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د روانې میاشتې په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې حوثي وسله والو د همدې ورځې په ماسپښين په ادن خليج کې د امريکې پر مارسک ډېټرویټ باروړونکې کښتۍ ۳  توغندي ویشتلي دي.

خبر وايي، پر يادې کښتۍ د امريکا بیرغ ځوړند و او په ادن خلیج کې روانه وه، چې حوثي وسله والو پرې توغندي توغولي دي.

د امریکايي پوځ ګراولي مخربې بیړۍ د حوثي وسله والو دوه توغندي په هوا کې  شنډ کړي او درېیم توغندی یې په سمندر کې غورځیدلی دی.