سيرګي لاوروف: په منځني ختيځ کې د امريکا پاليسۍ پرله پسې غميزې راپورته کړي
CMG2024/01/25 14:59:31
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوررف د جنورۍ په ۲۴مې نېټې د ملګرو ملتونو له مقر څخه لېدنه کړې او وروسته يې په نيويارک کې يوه خبري ناسته ترسره کړې ده.

نوموړي د سي جي ټي اېن د خبريال د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، چې په منځني ختيځ کې د امريکا د پاليسۍ له امله پر له پسې غميزې راپورته شوې دي او په وينا يې،

 امريکا له تېرو لسو کلونو راهيسې د منځني ختيځ په چارو او وضعيت کې لاسوهنې کوي او هره مداخله يې په داسې حال کې نه ده کړې چې مرکزي ملي ګټو ته يې رښتيني زيانونه رسېدلي وي، بلکې يوازې يې د زيان احساس کړی دی.

د امريکا لاسوهنو د سيمې د يو هېواد په وضعيت کې هم ښه والی نه دی راوستلی، بلکې د ځينو هېوادونو وضعيت يې لاپسې سخت او خراب کړی دی.

د لاوروف په وينا، امريکې ټولو ته ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ به شخړه حل کړي او د منځني ختيځ مسئلې په اړه يې د څلورو خواوو د منځګړيتوب فعاليتونه هم بند کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا به په سیمې کې د امريکې د ستراتيژۍ يوه بله غميزه وي.