د ترکيې ولسمشر رجيب تايب اردوغان د جنورۍ په ۲۴مې نېټې په پلازمېنې انقرې کې له خپل ایراني سیال ابراهيم رئيسي سره کتلي دي.
دواړو سیالانو په يوې ګډې خبري ناستې کې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د روان وضعيت په اړه خبرې کړې دي.
اردوغان يادې ناستې ته ويلي، چې له ابراهيم رئیسي سره يې د فلسطین، سوريې، عراق، افغانستان او جنوبي کاوکاسوس د وروستي وضعيت په اړه د نظريو تبادله کړې ده.
دواړو خواوو پر غزې تړانګې د اسرائيل د بريدونو د پای ته رسولو او د عادلانه او دايمي سولې پر اړتيا هم خبرې کړي او د سيمې د امنيت او ثبات لپاره يې پر دې ټينګار کړی، چې کومه خوا باید زيانمن تدبیرونه ونه نیسي.
ابراهيم رئیسي د فلسطين مسئله د اسلامي نړۍ لپاره تر ټولو مهمه بللې ده او په خبره يې، د نړۍ د نړيوال عدل او انصاف د خونديتوب لپاره بايد په سیمې کې د فلسطين په نوم هېواد جوړ شي.