امريکايي او بريتانوي هوايي ځواکونو د جنورۍ په ۲۵مې نېټې يو ځل بيا پر يمن هوايي بريدونه کړي دي.
د يمن په لوېديځ بندري ښار هودایداح کې د چين ميډيا ګروپ خبريال وايي، چې د روانې میاشتې په ۲۵مې نېټې د سهار وختي شاوخوا په ۳ بجو یې د درندو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
نوموړي ويلي، چې يادې چاودنې د هودایداح ښاري سیمې په څنګلورو سیمو کې شوې دي.
وروسته مالومه شوه، چې امريکايي او بريتانوي ځواکونو پر يمن هوايي بريدونه کړي دي.