عبدالفتاح السيسي: اسرائيل غزې ته د بشري مرستو پر وړاندې خنډونه جوړوي
CMG2024/01/25 16:04:46
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د جنورۍ په ۲۴مې نېټې اسرائيل غندلی، چې له رفح بندر له لارې يې غزې تړانګې ته د مرستو رسولو مخه ډب کړې ده.

السیسي ويلي، د رفح بندر له لارې غزې تړانګې ته د بار وړونکو لاریو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او په خبره يې، اسرائيل هڅې کوي، چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسولو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او غواړي بشري مرستې د فشار په ډول وکاروي.

نوموړي ويلي، مونږ مخکې هره ورځ پر بشري مرستو بار شاوخوا ۶۰۰ لارۍ غزې تړانګې ته رسولې، خو له تېرو دوو درېیو ورځو راهيسې غزې ته هره ورځ له ۲۰۰ تر ۲۲۰ لارۍ پرېښودل کيږي.

(ژباړه: شکريه)