د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس د جنورۍ په ۲۵مې نېټې راپور ورکړی، چې دغه هېواد تېره ورځ ((راکټ -۳-۳۱ )) ستراتيژيک کروز توغندی ازمويلی او د پرمختګ خبر یې ورکړی دی.
راپور وايي، چې د ياد توغندي ازموينې د ګاونډيو هېوادونو امنيت ته ګواښ نه دی پېښ کړی او له سيمه ييزو حالاتو سره يې هيڅ تړاو نه درلود.
د ډيموکراتيکې کوريا د توغنديو ادارې ويلي، چې د نوي ستراتيژيک کروز توغندي دغه ازموينه يې د هېواد د وسلو سیسټم د دوامدار تازه کولو په موخه کړې ده.