د چين او ناورو ډيپلوماتيکې اړیکې د يو چين پېژندنې ښکارندويي کوي
CMG2024/01/25 14:12:05
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د ناورو بهرنيو چارو وزير لیونېل اینګیمیا د جنورۍ په ۲۴مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا اعاده کېدو په پار ګډه اعلاميه لاسليک کړې ده.

دواړو هیوادونو پرېکړه کړې، چې خپلمنځي ډيپلوماتیکې اړيکې به د سفيرانو په کچه عادي کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین په همدې ورځ رسنیو ته ویلي، ناورو ۱۸۳م هېواد شو، چې له چین سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي او په خبره یې، د دواړو هیوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو بيا پيل د دې ښکارندويي کوې، چې په نړۍ کې يوازې يو چين دی.

نوموړي ويلي، چين له ناورو سره په څلورو برخو ټينګار کړی او د مساوي چلند، متقابل درناوي، همکارۍ او ورخلاصون پر بنسټ به په بېلا بېلو برخو کې ورسره تبادلې او همکارۍ ترسره کړي.

وانګ ون بین ويلي، چې اوسمهال ډېر کم هیوادونه له تایوان سیمې سره تش په نوم ډیپلوماتیکې اړیکې لري او پر هغو هېوادونو يې هم غږ کړی، چې تاریخي حقیقت وپېژني او له تاریخي فرصت څخه دې ګټه واخلي او د نړیوالې ټولنې، عدالت، او د سم تاریخ په اړه دې پوهاوی ترلاسه کړي.