چين به د پرمختيايي هېوادونو ترڅنګ ټينګ ودريږي
CMG2024/01/25 11:35:42
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جنورۍ په ۲۴مې نېټې خبري رسنيو ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۴مې پړاوييزې غونډې کې د چين د ګډون په اړه مالومات ورکړي دي.

نوموړي ويلي، چين د بشري حقونو درناوی او ساتنه د حکومتوالۍ یوه مهمه دنده بولي، خلکو ته تر هر څه ډېر اهميت ورکوي، د بشري حقونو پر برابري او سوله ييز پرمختګ ټينګار لري او د بشري حقونو د ساتنې ۳۰ اقدامات يې اعلان کړي دي.

وانګ ون بين ويلي، چې د نړۍ څه دپاسه ١٢٠ هېوادونو د چين د بشري حقونو د پرمختګ ستاينه کړې او په خبره يې، د چين د بشري حقونو د پرمختګ لاره له ملي شرايطو او د خلکو له هيلو سره سمون لري او نورو هېوادونو په تېره بيا پرمختيايي هېوادونو ته يې نوی انتخاب برابر کړی دی.

نوموړي ويلي، هېواد به یې له پرمختيايي هېوادونو سره  ټينګ ودريږي، زیات داسې نوښتونه به، چې د پرمختيايي هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون ولري، وړاندې کړي، پر لا عادلانه، معقولې او ټولشموله لارې به د بشري حقونو د نړيوال مديريت لپاره کوښښونه وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ګډې ابادۍ لپاره به مثبت رول ولوبوي.

(ژباړه: شکريه)