چين د دوو دولتونو لايحې پر اړتيا بيا ټينګار وکړ
CMG2024/01/25 15:54:03
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د فلسطين او اسرائيل د مسئلې په اړه د لوړې کچې غونډه ترسره کړې ده.

 په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون يادې غونډې ته ويلي، چې چين د فلسطين او اسرائيل د شخړو د پای ته رسېدو لپاره د دوو دولتونو لايحې پر پلي کولو ټينګار لري او د ملګرو ملتونو د رسمي غړي په توګه په فلسطين کې له بېړنيو ټاکنو ملاتړ کوي.

نوموړي ويلي، تاريخ د دې ښکارندويي کوي، چې د سولې د رامنځته کولو کې يوازېنی کمښت سیاسي اراده ده او په خبره يې، په داسې وخت کې، نړيواله ټولنه په تېره بيا امنیت شورا باید قوي اراده وښيي او په خورا پیاوړي ځواک سره بايد چارې ترسره کړي.

جانګ جون پر دې ټینګار کړی، چې په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو لايحه باید ثابته پلې شي او دا يې نه يوازې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د سولې یوازینۍ ممکنه لاره بللې، بلکې د امنیت شورا د پریکړه لیکونو د پلي کولو لپاره يې يوه جدي اړتیا هم ياده کړې ده.

(ژباړه: شکريه)