د چين او فرانسې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۰ مې کليزې لمانځغونډه د جنورۍ په ۲۵ مې نېټې د پلازمېنې بېجینګ په ملي ټياټر کې ترسره شوه او د چين دولت رئيس شي جین پينګ ورته وېډيويي وينا کړې ده.
نوموړي په خپلې وينا کې ۶۰ کلونه مخکې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګېدل د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې لويه پېښه بللې او په وينا يې، د دغو اړيکو ځانګړی تاريخ د چين او فرانسې د هغې روحيې څرګندويي کوي، چې دواړه هېوادونه د خپلواکۍ، متقابل درناوي، اوږدمهال ليدلوري او ګډو ګټو پر اساس خپلمنځي اړيکې پرمخ بيايي.
شي جین پينګ هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه په نوې زمانې کې د نړيوال وضعيت د بدلونونو پر وړاندې د خپلمنځي اړيکو اصلي هيلې هيرې نه کړي او د راتلونکي لپاره مثبت کارونه وکړي.
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون هم يادې غونډې ته ويډيويي وينا کړې او ويلي يې دي، چې ۲۰۲۴م کال د فرانسې او چين د کلتور او سېلانۍ کال دی او دواړه هېوادونه به يې د لمانځنې لپاره ډول ډول فعاليتونه ترسره کړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د فرانسې او چين د خلکو، په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ تګ راتګ لا زيات شي او د دواړو هېوادونو د راتلونکو اړيکو لپاره لا ټينګ بنسټ جوړ کړي.