د ترکيې حکومت د جنورۍ په ۲۵ مې نېټې يوې رسمي اعلاميې کې اعلان کړی، چې هېواد يې په ناټو کې د سويډن غړيتوب ته منظوري ورکړې ده.
د ترکيې پارلمان د جنورۍ په ۲۳ مې نېټې په ناټو کې د سويډن د شاملېدو لايحه تصويب کړه او ورپسې د دغه هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان دغه لايحه لاسليک او منظوره کړې ده.
اوسمهال د ناټو په غړو هېوادونو کې يوازې هنګري په دغه سازمان کې د سويډن د شاملېدو سند نه دی منظور کړی، خو د دغه هېواد صدراعظم اوربان ويکټور د ناټو له سرمنشي سټولتنبیرګ سره په تلويزيوني خبرو کې ويلي، چې حکومت يې په ناټو کې د سويډن له شاملېدو څخه ملاتړ کوي.
سويډن او فنلنډ د ۲۰۲۲م کال په مې کې په ناټو کې د غړيتوب غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. د ناټو د مقرراتو له مخې، هغه هېوادونه، چې غواړي د دغه سازمان غړيتوب ولري، باید د ناټو د ټولو غړو هېوادونو موافقه ترلاسه کړي. فنلنډ د تېر کال په اپریل کې اړونده رسمي اجازه تر لاسه کړې ده.