د استرالیا د ټینېس اوپن کمپټیشن د جنورۍ په ۲۵مې نېټې نیمه پایلوبه ترسره کړې او د چین ښځینه لوبغاړې جنګ چن ون پکې اوکراینۍ سیالې ته ماته ورکړې او پایلوبې ته يې لاره موندلې ده.
۲۱ کلنه جنګ چن ون د چین تر بلې مشهورې لوبغاړې لي نا وروسته، د دغه هېواد دوهمه ښځینه لوبغاړې ده، چې د استرالیا اوپن کمپټیشن پایلوبې ته يې لاره موندلې ده.
جنګ چن ون به په پایلوبې کې له مشهورې بلاروسۍ لوبغاړې اریانا سبالېنکا سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
(هیله)