چين او سينګاپور له وېزې پرته د تګ راتګ تړون لاسليک کړ
CMG2024/01/26 10:24:44
شريکول:

چين او سينګاپور د جنورۍ په ۲۵مې نېټې په بېجينګ کې د دواړو هېوادونو د عادي پاسپورټ لرونکو لپاره له وېزې پرته د تګ راتګ تړون لاسليک کړی دی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته ويلي، چې دغه تړون به د چين پسرلني جشن څخه مخکې نافذ شي او دا يې د دواړو هېوادونو خلکو لپاره د نوي کال يوه ډالۍ بللې ده.

د چين او سينګاپور ترمنځ له وېزې پرته د تګ راتګ تړون به د فبرورۍ په ۹مې نېټې رسماً نافذ شي، چې له مخې به یې دواړو هېوادونو د عادي پاسپورټ لرونکي وګړي وکولی شي، چې له ويزې پرته تر ۳۰ ورځو پورې يو د بل هېواد ته سفرونه وکړي.