وانګ يي په رسمي سفر تايلنډ ته ځي او هلته به د امريکا د ولسمشر له سلاکار جېک سالېوان سره هم وګوري
CMG2024/01/26 10:49:53
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۶مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړی او بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د تايلنډ د مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير په بلنې د روانې میاشتې له ۲۶ مې نېټې څخه تر ۲۹ مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي.

نوموړي ویلي، چې وانګ یي به د تایلنډ په پلازمېنې بنکاک کې د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت له سلاکار جيک سالېوان سره هم وګوري او په ځينو مسئلو به ورسره خبرې وکړي.