د نړۍ ګڼو خلکو د چین رښتینی شينجیانګ پېژندلی دی
CMG2024/01/26 10:39:48
شريکول:

په ژنیو او نړيوالو سازمانونو کې د چین ځانګړي استازي د جنورۍ په ۲۳مې نېټې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا يوې غونډې ته د چين د بشري حقونو د پرمختګ لاره او بریالیتوبونه ورپېژندلي دي.

په غونډې کې د څه باندې ۱۲۰ هېوادونو استازو د چين د بشري حقونو فعاله ارزونه کړې او په دغه هېواد کې يې د بشري حقونو د پرمختګ حالت منلی دی.

يادو استازو د لوېديځو هېوادونو هغه بدنيت، چې هر وخت د شینجیانګ د بشري حقونو په پلمه پر چین بې ځایه تورونه لګوي، ښه ځواب ورکړی دی.

چین په همدې ورځ د ترهګرۍ ضد مبارزې د قانوني سیسټم او عملونو سپین کتاب هم خپور کړی، د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخې کې يې خپل تدبیرونه او بریالیتونه پکې معرفي کړي او د نړيوالو لپاره يې د شينجيانګ د حالاتو د بدلون د پېژندنې په پار ځوابونه پکې وړاندې کړي دي.

د کارپوهانو په اند، د دغه سپین کتاب محتویات د دې ښکارندويي کوي، چې چین د قانون له مخې د ترهګرۍ ضد اغېزمنې مقابلې کړي او تر وسې پورې یې د خلکو د ژوند او پرمختګ په شمول یو لړ حقونه ساتلي دي.

د یوې سروې نتیجه ښيي، په ۲۰۱۲ کال کې د چینایانو د خوندیتوب د احساس انډول 87.55 سلنه و او په ۲۰۲۱ کال کې يې دغه انډول 98.62 سلنې ته لوړ شوی دی.

(هیله)