د ۲۰۲۳م کال په څلورمې ربعې کې د امريکا اقتصادي وده ٪ ۳.۳ لوړوالی ښيي
CMG2024/01/26 10:11:15
شريکول:

د امريکا سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۲۵ مې نېټې د لومړۍ وړاندوينې شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د ۲۰۲۳م کال په څلورمې ربعې کې د دغه هېواد د کورني توليد په عمومي ارزښت يا جي ډي پي کې ٪ ۳.۳ لوړوالی راغلی او دغه شمېر د همدغه کال د درېيمې ربعې په پرتله ډېر کموالی ښيي.

په ۲۰۲۳م کال کې د امريکا اقتصادي ودې ٪ ۲.۵ وه، چې د ۲۰۲۲م کال د ٪ ۱.۹ په پرتله لږ څه لوړوالی ښيي.

د امريکا سوداګرۍ وزارت د ۲۰۲۳م کال د اقتصادي ودې د زياتوالي لاملونه، د شخصي لګښت، له استوګنځيو پرته د غير منقوله شتمنيو پانګونو او د ايالتي او سيمه ييزو حکومتونو د لګښتونو زیاتوالي ته اشاره کړې ده.