د چين ميډيا ګروپ د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر هنري ننداره به ډېر ژر ترسره او خپره شي.
دغه هنري ننداره د هر کرنيز کال د وروستۍ ورځې په ماښام د نوي کال د هرکلي په پار د چین ميډيا ګروپ د تلويزيوني چينلونو پر پردې خپرېږي او په نړۍ کې د نورو هنري نندارو په پرتله تر ټولو ډېر کتونکي لري، چې د نړيوالو ريکارډونو جينيس کتاب کې يې هم نوم ليکل شوی دی.
د يادې هنري نندارې کتل د چينايانو دود ګرځېدلی دی.
په دغې نندارې کې بېلا بېل په زړه پورې پروګرامونه وړاندې کيږي او د نړۍ د ټولو هېوادونو خلک کولی شي، چې د ټلويزيون پر پردې یې ننداره کړي او د چين سمسور تمدن وګوري.
سږنۍ ننداره به د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په ۹مې نېټې د بېجينګ په وخت د شپې په ۸ بجو پيل شي.
د چين نوی کرنيز کال (ښامار کال) د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ په۱۰ مې نېټې پيلېږي. ښامار په چيني کلتور کې د نيکمرغۍ، پوهې، ځواک نښه بلل کېږي.
راځئ، د دغې نندارې ټرېلر وګورئ!