ډونالډ ټرمپ به ښځینه لیکوالې جین کارول ته په لویه اندازه تاوان ورکړي
CMG2024/01/27 12:43:29
شريکول:

د امریکا د نیویارک فدرالي محکمې د جنورۍ په ۲۶مه پرېکړه وکړه چې مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې ښځينه لیکوالې جین کارول ته د 83.3 میلیون ډالرو په اندازه جبران او نغدي تاوان ورکړي.

ټرمپ په همدې ورځ په ټولنیزې رسنۍ کې ویلي، چې هغه به مرافعه غوښتنه وکړي.

جین کارول په دغه دوسیه کې پر ټرمپ ادعا کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د هغې د بدنامۍ هڅه وکړې او لږ تر لږه یې ترې د ۱۰ میلیون ډالرو جبران غوښتنه وکړه.