د م م د بشري حقونو شورا د بشري حقونو د ارزونې په څلورمه دوره کې د چين د ګډون راپور تصويب کړ
CMG2024/01/27 15:04:37
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بشري حقونو د ارزونې کاري ډلې ۴۵مه غونډه د جنورۍ په ۲۶مه نېټه د سويس په ژنیو کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې یې دا راپور تصویب کړ چې چین د مختلفو هېوادونو د بشري حقونو د ارزونې په څلورمه دوره کې ګډون وکړي. په ژنيو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نورو نړيوالو سازمانونو لپاره د چين دايمي استازي چن شو د چين د حکومتي پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړ.

چن شو د یاد راپور له تصویبېدو وروسته وويل چې روان کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی. چين د چیني شکله عصري کېدو بهیر چټک کړی او په هراړخيزه توګه د غښتلي هېواد د جوړونې او د ملي  بیارغونې چارې پرمختګ ته وده ورکوي. د دې سترې موخې د رامنځته کېدو په بهير کې به ټول خلک په مساوي توګه د عصري کېدو له پايلو څخه ګټه واخلي، د بشري حقونو د ساتنې کچه به په دوامداره توګه لوړه شي، د خلکو ازادي او هراړخيز پرمختګ به ترویج شي.