بېجینګ: واشنګټن د خپلو فضايي ځواکونو د پراخولو لپاره پر چین بې ځایه تورونه لګولي
CMG2024/01/27 12:49:05
شريکول:

د امریکا فضايي ځواک څو ورځې مخکې د فضايي سیالۍ په نوم د تش په نوم راپور په خپرولو سره وویل، چین او روسیه د سپوږمکۍ ضد وسلو په څېړنې او ارزونې بوخت دي، پر دواړو هېوادونو د سپوږمکۍ او فضايي خدمتونو د ویجاړولو هڅې په اړه یې بېځایه تورونه لګولي. پکې زیاته کړه چې واشنګټن د چین او روسیې د فضايي ماشینونو د پیروي کولو لپاره نوي ډول سپوږمکۍ توغولې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په دې اړه وویل، واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې د تش په نوم د چین د فضايي چارو ګواښ په اړه جعلي ګنګوسې راپورته کړې او پر چین يې دوامداره بې ځایه تورونه لګولي، موخه یې د خپلو فضايي ځواکونو د پراخولو او د خپل نظامي تسلط د ساتلو لپاره پلمه لټول دي.