چين او فرانسه دې د خپلمنځي همکاريو او تګ راتګ لپاره زړوره رويه غوره کړي
CMG2024/01/27 14:08:16
شريکول:

چیني او فرانسوي هنرمندانو د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د بېجينګ په دولتي تیاتر کې د چين او فرانسې ترمنځ د ډپيلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې په پار د فرانسوي کمپوزو له خوا ليکل شوې اوپيرا ((Romeo and Juliet))تر سره کړې چې دغه کلتوري ميله د دې کاليزې د نمانځنې لپاره يوه ځانګړې ډالۍ بلل کیږي.

په همدې ورځ د چين او فرانسې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کالیزې په پار يوه مېلمستيا کې د يادو دوو هېوادونو مشرانو په ګډه ويډيويي ویناوې وکړې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی چې چين او فرانسې له خپلو ځانګړو اړيکو څخه د خپلواکۍ، متقابل تفاهم، لرې ليد او د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو روحيه اخيستې ده. هغه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله څلور فقره ييز وړانديز وکړ. په ورته وخت کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون په خپلې وينا کې ويلي چې دواړه خواوې د هغو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو ګډ مسؤوليت لري چې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له اړتياوو سره سمون لري بلکې د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټورې دي.له دې څخه ښکاري چې د دوه اړخيزې همکارۍ په هکله د دواړو هېوادونو مشران ګډې نظريې لري.

د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ په بهير کې د فرانسې رول ځانګړی بلل کيږي. څرنګه چې فرانسه نه یوازې لومړی داسې لويديځ هېواد دی چې له چين سره یې رسمي سیاسي اړيکې ټينګې کړې، بلکې له چين سره يې هراړخیزې ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړې او ستراتيژيک ډيالوګ يې کړی و. د ۱۹۶۴ کال د جنورۍ په ۲۷مه نېټه نړۍ لا د سړې جګړې په سيوري کې پټه وه، خو چين له فرانسې سره په ورته وخت کې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو اعلاميه خپره کړې او لویديځو عامو افکارو د دې اعلاميو خپرېدل ډيپلوماتيک اټومي بم بللی و. د چين او فرانسې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګښت د دواړو هېوادونو د پخوانیو مشرانو د ځيرکتيا او زړورتيا ښکارندويي کوي او له دې کبله د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او همکارۍ دروازه هم خلاصه شوې او همدارنګه يې نړۍ ته هم اميد راوړی چې همدا د نړيوالو اړيکو په تاریخ کې يو لوی کار هم دی.

له شپېتو کلونو راهيسې که څه هم نړيوال وضعيت د بدلېدو په حال کې دی، خو د يادو دوو هېوادونو د اړيکو پرمختګ د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د نورو اړيکو د پرمختګ نه مخکنی مقام نيولی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی او د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيک ډيالوګ، د اقتصادي او پولي چارو د لوړې کچې ډيالوګ او لوړ پوړي کلتوري ميکانيزم د جوړېدو له امله دوه اړخیزې اړيکې په ثابت ډول ساتل شوې دي، خو لامل يې څه دی؟

لس کاله دمخه رئيس شي جين پينګ د چين او فرانسې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د پنځوسمې کاليزې په درشل کې د ۱۶ کليمو په شمول د چين او فرانسې روحيه ياده کړې وه. نن ورځ هغه بيا پر دې روحيې ټينګار کړی دی. د شنونکو په اند نړيوال د دغې روحیې له لارې د چين او فرانسې ترمنځ پر پخوانيو، اوسنيو او راتلونکو اړيکو ښه پوهيدلی شي. دا جمله چې خپلواکي د دوو ملتونو ګډه روحيه ده، هم د دې سبب شوې چې دوه اړخيزې اړيکې له نړیوالو بدلونونو سره مقابله، خپلمنځيو همکاريو ته پاملرنه او خپلمنځي توپيرونه لرې کولی شي. له دې کبلې دغه دوه اړخيزې اړيکې د چين او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نمونه هم ګرځېدلې ده.

اوس مهال زموږ نړۍ له سلو کلونو راهيسې له ستر بدلون سره مخ ده. ځينو لويو هېوادونو د بادارۍ لټولو لپاره له نورو هېوادونو مقاومت کړی چې دا د نړۍ د ګډوډۍ او تفرقې لامل هم دی. نړيواله ټولنه پر دې انديښمنه ده چې نړۍ بيا له نوې سړې جګړې سره مخ شي. نو په نوې زمانه کې دواړه هېوادونه د دوو لويو هېوادونو په توګه څنګه خپل مسؤليت پر غاړه واخلي؟

په نوې زمانه کې د نويو بدلونونو پر وړاندې چين او فرانسه بايد د يادو اړيکو د ټينګېدو اصلي موخه هېره نه کړي او په راتلونکې کې به د خپلمنځيو همکاريو د پياوړتيا لپاره زړوره رويه غوره کړي او په راتلونکې شپېتو کلونو کې به د خپلو خلکو د نيکمرغه ژوند او د نړيوال پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.