د چین او فرانسې ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت ځانګړې خپرونه وړاندې شوه
CMG2024/01/27 14:35:24
شريکول:

د چین میډیا ګروپ د فرانسې له BFM ټلویزیون سره د چین او فرانسې ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت د جنورۍ په ۲۷مه د جګپوړي دیالوګ یوه ځانګړې خپرونه وړاندې کړه. د فرانسې پخواني صدراعظم جین پیری رافرین په دغه خپرونه کې ګډون وکړ. د چین ميډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او په فرانسه کې د چین سفیر لو شه یې یادې ځانګړې خپرونې ته ويډیويي وینا وکړه.

د چین او فرانسې د فرهنګ، سیلانۍ او فکري مرکز په ټولنو کې ځینو شخصیتونو په دغه خپرونه کې برخه واخیسته او د دواړو هېوادونو د هراړخیزو ستراتيژیکو اړیکو د لا ټينګښت په اړه یې خپلې نظریې څرګندې کړې.