د م م عدالت نړیوالې محکمې پر اسرائیلو غږ وکړ چې د نسل وژنې د جرم د مخنیوي او مجازاتو تړون پلی کړي
CMG2024/01/27 15:03:44
شريکول:

 د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه په هاګ کې "موقتي اقدامات" وکړل او له اسرائیلو څخه يې غوښتنه وکړه چې د نسل وژنې د جرم د مخنیوي او مجازاتو په اړه د ملګرو ملتونو تړون مراعات کړي او په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي.

د تېر کال د ډسمبر په ۲۹مه نېټه جنوبي افریقا د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه وکړه او اسرائیل یې تورن کړل چې له یاد تړون څخه یې سرغړونه کړې ده.

د عدالت د نړیوالې محکمې مشرې جوان دونوګهو د روانې میاشتې په ۲۶مه نیټه په پرېکړه لیک کې وویل چې په غزې تړانګه کې ناورین بشري وضعیت د لا خرابېدو له سختو خطرونو سره مخ دی او اسرائیل باید د ملګرو ملتونو په دغه تړون کې ټاکل شوې دندې پلې کړي او د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو پر وړاندې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره ټول ممکنه تدبیرونه ونیسي.