د چین د پسرلني اختر د ماښامنۍ لمانځغونډې د پېژندنې فعالیت په نیویارک کې ترسره شو
CMG2024/01/28 17:55:31
شريکول:

د چین د پسرلني اختر د ماښامنۍ لمانځغونډې د پېژندنې فعالیت، د چین میډيا ګروپ لخوا د جنورۍ په ۲۶مه په نیویارک کې ترسره شو. دغه فعالیت د پسرلني اختر فرهنګ او د یادې لمانځغونډې اغېزې د خپرېدا تر عنوان لاندې له بهرنیو دوستانو سره دکلتوري تبادلې  لپاره و. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي جانګ جون، د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي او د فرهنګي ټولنې جکپوړي استازي میګر مورتینوس، د امریکې، جاپان، پولنډ، مالیزیا او کیوبا په شمول د ځنیو هېوادونو ډيپلوماتانو او د بېلا بېلو ټولنو دوستانو په شمول څه باندې ۲۰۰ تنو په دغه فعالیت کې برخه واخیستله.