شي جین پينګ له امانویل ماکرون سره د چین او فرانسې د ديپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2024/01/27 20:19:00
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۷مه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل ماکرون سره د چین او فرانسې د ديپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو د ۶۰مې کلیزې په مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغام ولیږه.

شي جين پينګ په پيغام کې اشاره وکړه، چې چین او فرانسې ۶۰ کاله مخکې د سړې جګړې له منفي اغېزې سره سره خپلمنځي ډيپلوماتیکې اړیکې ټينګې کړې، دغه مهمه تاریخي پېښه ستر اهمیت لري. چین او فرانسې له ۶۰ کلونو راهیسې تل د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ له لارې ګډ پرمختګ عملی کړی او د نړیوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره يې څواړخیزې مشورې کړې دي. دواړو خواوو په خپلمنځي همکارۍ کې یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د نړۍ د سولې او ثبات د هڅولو لپاره یې مهم رول لوبولی دی.

ولسمشر په خپل پيغام کې وویل، فرانسې ۶۰ کاله مخکې له چین سره د ډيپلوماتیکو اړیکو ټينګولو لپاره تاريخي اهمیت لرونکې پرېکړه کړې ده. اوس نړۍ له بې ساري خطرونو سره مخ ده، فرانسه او حتی اروپا باید له چین سره له دغو ننګونو سره د مقابلې لپاره په ګډه کوښښونه وکړي. تېر کال د فرانسې او چین ترمنځ اړیکې بیا خوځنده قوت پيدا کړی، ۲۰۲۴ کال کې به همکاریزې اړیکې یې نورې ټينګې شي.