د ايران د مهر خبري اژانس د جنورۍ په ۲۷مه خبر ورکړ، چې په همدې ورځ نامعلومو وسله والو د ايران په جنوب ختيځ سيستان او بلوچستان ايالت کې د بهرنيانو پر هستوګنځيو بريد وکړ، چې له امله يې ۹ پاکستانيان ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د روانې میاشتې په ٢٧مه تائيد کړه، چې په ايران کې په يوه بريد کې ۹ پاکستانيان وژل شوي او دغه پېښه يې وغندله. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز بلوچ وویل، چې پاکستان له ایران سره په تماس کې دی او ټینګار یې کړی، چې د پېښې په اړه دې ژر تر ژره څېړنه ترسره او مجرمین یې محاکمه شي.