په وروستيو کې د عراق مليشاوو کله نا کله په دې هېواد کې د امريکايي ځواکونو پر اډې بريدونه کړي او صدراعظم يې سوډاني هم څو ځلې پر امريکايي ځواکونو غږ کړی، چې له دې هېواد څخه ووځي. د عراق د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۲۵مه اعلان وکړ، چې هغوی به له امریکا سره د لوړ پوړو پوځي کمېټو ترمنځ ډيالوګ پيل کړي، د امريکا په مشرۍ د نړيوالو اتحاديي مشاورانو د پاتې کېدو وخت وټاکي او ګام په ګام به د دغو مشاورانو شمېر کم کړي. پوښتنه دا ده، چې ولې امريکايي ځواکونه لاهم په عراق کې پاتې دي؟ او د دوی د پاتې کېدو په هکله د عراق د بېلا بېلو ټولنو رويې څنګه دي؟
په ۲۰۰۳ کال کې امريکا په دې پلمه، چې عراق لويې وژونکې وسلې لري، د نړيوالې ټولنې مخالفت له پامه وغورځاواه او د م. م د امنيت شورا د صلاحيت په نشتون سره یې پر عراق يرغل وکړ. هغوی په عراق کې تش په نامه لويې وژونکې وسلې پيدا نکړې، خو په مسلسلو کشالو کې څو لکه بې ګناه وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
امريکا په جنګي لارو چارو د عراق حکومتي او ملي ماشينونه ويجاړ کړي او سيمه ييز سیاسي نظام او ټولنيز ثبات ته يې زيانونه رسولي او د ترهګرۍ د ودې لپاره زمينه برابره کړې ده. د ۲۰۱۱ کال په پای کې امریکايي ځواکونو په بېړه له عراق څخه ووتل، چې دې چارې د داعش ډلې په شمول د ترهګرو ډلو د پرمختګ لپاره فرصت برابر کړ.
خو امريکايي ځواکونه په چټکۍ سره بېرته عراق ته ستانه شول. په ۲۰۱۴ کال کې داعش ډلې د عراق دوهم لوی ښار موصل تر نيولو وروسته د دې هېواد په لويديځ او شمال کې ډېرې ځمکې لاندې کړې. تر هغه وروسته د امريکا په مشرۍ نړيوال اتحاد دغه هېواد ته لازيات عسکر ولېږل. د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې امريکا له عراق څخه خپل جنګي ځواکونه وايستل، خو تر اوسه پورې لاهم شاوخوا ۲۵۰۰ امريکايي عسکر د عراق د حکومتي پوځ د روزنې او د پوځي مشاورانو په نوم په دې هېواد کې پاتې دي. امریکايي لوري ويلي، چې د دغو ځواکونو دنده له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د دې هېواد له امنيتي څانګو سره مرستې دي.
د امریکايي ځواکونو د میشتېدو په هکله د عراق د بېلا بېلو ټولنو رويه څنګه ده؟ د تېر کال د اکتوبر په اوومه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د نښتو د نوي پړاو له پيلېدو راهيسې په عراق او سوريې کې پر امريکايي ځواکونه کله نا کله بريدونو تر سره شول.د عراق وسله والو مليشاوو(د اسلامي غورځنګ سازمان) دا منلې، چې څو بريدونه يې کړي دي او ويلي يې دي، چې همدغه بريدونه د اسرائيلو له خوا پر حماس د بريدونو ځواب دی.
امریکايي ځواکونو په وروستيو کې هم ور څخه غچ اخيستی او څو ځلې يې پر ياد سازمان بريدونه کړي دي، چې په لړ کې یې د جنورۍ په څلورمه نېټه امريکايي ځواکونو د بغداد په ختيځ کې د يادو مليشاوو پر هدفونو هم بريد وکړ.
د دې حالت پر وړاندې د عراق صدراعظم سوډاني څو ځلې پر يادو ځواکونو غږ وکړ، چې له دې هېواد څخه ووځي، او ويلي يې دي، چې هغه به په خپل هېواد کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد د موجوديت د ختمېدو لپاره ټينګه هڅه وکړي. نوموړي زياته کړې، چې د امريکا کړنه د عراق پر ملي حاکميت تېری دی او موخه يې د دې هېواد ثبات ته زيان رسول دي.
سربېره پردې د دې هېواد د بېلا بېلو ټولنو لخوا د امريکا ضد اوازونه هم مخ په زياتېدو دي.د شيعه ګانو څو وسله والو مليشاوو له امریکايي ځواکونو څخه غوښتنه کړې، چې له دې هېواد څخه ووځي. د عراق د البدر ډلې په خپلې اعلاميې کې د عراق د خلکو پر تحریک سازمان د امریکایي ځواکونو بريدونه سخت جرم بللی او پر حکومت يې غږ کړی، چې په هېواد کې د ټولو بهرنيو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو د له منځه وړلو لپاره چټک او اغېزناک عمليات تر سره کړي.د دې هېواد د اسلامي غورځنګ سازمان هم ويلي، چې په دوامداره توګه به د امريکايی ځواکونو پر اډې بريدونه وکړي، تر څو دغه ځواکونه په پوره توګه له عراق څخه ووځي.
نو ولې امريکايي ځواکونه نه غواړي، چې له عراق څخه ووځي؟ د امريکا د دفاع وزارت د جنورۍ په ۲۵مه وويل، چې له دې هېواد څخه یې د خپلو ځواکونو د ايستلو غوښتنه نه ده تر لاسه کړې. د شنونکو په اند امريکا په عراق کې د خپلو ځواکونو موجوديت ساتلی، چې نه يوازې د دې هېواد پر سياسي وضعيت به اغېزه وکړي، بلکې د شاوخوا هېوادونو لپاره ګواښ پېښېدلای شي، په تېره بيا د ايران د اغېزې د زياتېدو مخه ونيسي.
رويټرز خبري رسنۍ خبر ورکړی، چې د امريکا او عراق چارواکو ويلي، چې د اټکل له مخې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به څو مياشتې دوام ولري، نو امريکايي ځواکونه به په لنډ وخت کې له عراق څخه ونه وځي.